

Ajaba Falsafa | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | عجبه فلسفه | غني خان | سردارعلي ټکر
4,282,405
Socialcounts.Org
32,985
likes
1,370
comments
daily view 0
monthly view 0
Live Analytics
Comments 0
Ajaba Falsafa | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | عجبه فلسفه | غني خان | سردارعلي ټکر Analytics Table
Income Estimates for Ajaba Falsafa | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | عجبه فلسفه | غني خان | سردارعلي ټکر
Based on this YouTube video's total view count of 4.28M views and industry-standard rates, the estimated total earning is $2.99K - $8.56K through ad revenue. Historical data is not yet available to calculate daily, weekly, or monthly averages.
About Ajaba Falsafa | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | عجبه فلسفه | غني خان | سردارعلي ټکر
Explore Ajaba Falsafa | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | عجبه فلسفه | غني خان | سردارعلي ټکر with 4,282,405 views, 32,985 likes, and 1,370 comments. Experience the impact of this video content that has captured audience attention.
شاعر: غني خان سندرغاړی: سردار علي ټکر ـــــــــــ زړه مې واچوه په تال کې د جومات کوڅې له لاړم د ملا په پښو مې کېښود ما وې دا مې صدقه ده دا چې څومره زه پوهېږم په طاها او په ياسين دا چې څومره ښکته تلی شي په سجده زما جبين دا چې څومره اخلي نور دا زما خاکي وجود دا چې څومره زما ژبه شي څکلی انګبين ملا مخ زما نه واړاو وې دا څه دي ستا تالي کې؟ نه پولاو دی، نه فرني ده نه حلوا، نه فالوده ده وې يې شرع ظاهر ګوري او ظاهره ته فاسق يې دا د رب سره د مينې تا راخيستې څه قصه ده يره يره د قهار نه د ايمان اصلي حصه ده د جنون او د جانان ستا څه مهمله فلسفه ده زړه دې کېږده په سينه کې دلته رنګ او لباس راوړه ستا شراب دلته حرام دي شربت راوړه، ګيلاس راوړه ما خپل تال ډک د خوبونو د قاضي دربار له يووړ ړوکی لال مې رااوچت که تارخانې او مار له يووړ ما وې، اې د ښو او بدو اې د تورو سپينو خانه دا ډالۍ زما قبوله په نامه کړه د جانانه قاضي کېناسته په تخت خپل په سپين سر يې دستار کېښود په يو لاس يې توپه کېښوه په بل لاس يې حصار کېښود تله يې پورته د منطق کړه يو خوا دی، يو خوا مې تال و يو خوا شور و، کمزورۍ وې بل خوا ژمی و، کمال و يو خوا عقل و، دليل و نه مستي وه، نه جلال و بل خوا ړوند غوندې تلاش و رُک بېخوده غوندې خيال و ما وې، دا لېونتوب واخله او خپل عقل پې تالا کړه ما وې، دا زما خُمار د خپل علم کټماله کړه ما وې، اې د انصاف ربه! دا د رُکو منزل ګوره ما وې، اې د تول اميره! دا بې توله تلل ګوره قاضي سترګې کړلې پټې شونډې بندې مخ پرېشانه وې، افسوس زما نه ورک دی دا چې ته غواړې زما نه زه خو زور يم د انسان زه سرور د آدم نه يم ما دي سپين او تور اخيستي د مستۍ د ګلستانه زه تور وينم او سپين وينم بس زما دغه قصه ده دغه تول زما اميد دی دا تلل مې فلسفه ده فلسفي د ملک ولاړ و و، چاپېره ترې عالم د خود سپين مشال په لاس جدا کول يې زيات او کم فکر تېز، نظر باريک دليلونه کلک مېخونه د منطق په پاټکو پاټکو و، روان په بره سم ما وې، اې د هوش او عقل د رڼا بله مشاله يو بې خوده لېونی دی هر يو ساز يې د ماتم ستا د پوهې د درياب نه يو قطره د رڼا غواړي څه سوب د خندا غواړي څه مطلب غواړي د غم فلسفي کړې سترګې پورته خوله موسکۍ، سترګې روښانه خړې خړې د غم لړې پکې راغلې ناګهانه اې زما غمګينه زويه! خېشت وجود لري، نه سوری د ده نور به هله وينې چې په پټو سترګو ګورې علم سپين روښان مشال دی خو پرې نشې ليدی ستوري د نور سترګې دې په زړه که د نورونو دنيا ګورې سمندر د خېشت څوک ګير کړي د منطق په کوزړۍ د غم باد دی چا نيولی تول د تلې او دړۍ وې د خود په ميخانه کې ستا د څښلو شراب نشته چې د مينې ساز پرې اوړي دلته هغه رباب نشته ستا نظر، جدا نظر دی ستا جهان، جدا جهان تا کې وينه د مجنون ده ستا نصيب کې بيابان ستا مستي وهي ټالونه په خندا د بوډۍټال کې د هلال په نري خط کې وي يې شونډې د جانان لېونيه، لېونيه! دا ټول عقل زما واخله خو بدل کې راله راکړه يو قطره د خپل ارمان ستا د اوښکو نه قربان شم ستا دردونو ته پسخېږم چې په دواړو کې خمار دی د خوبونو د جانان تا چې مخ د دنيا واړاو دنيا چيغې کړې پاګل دی تا تاوان کې ګټه وکړه موږ په ګټه کې تاوان چې ژوندون د خېشت تالا شي غم تش غم شي د دلبر څومره مست يې هر قدم شي هر نظر څومره روښان راوړه، راوړه، زړه دې راوړه چې يې زه په زړګي ښکل کړم هر ارمان يې خماري دی مستې هره وسوسه ده راکه راکه چې ژوندی شم وی، د مرګه يره مرګ دی ژوند ارمان دی او جانان دی که اميد، که تلوسه ده وايه وايه څومره مسته د دلبر د شان قصه ده د جنون او د جانان دا څه عجبه فلسفه ده ما خپل زړه لاس کې راغونډ که تورې شپې او غم له يووړ د ماښام تياره کې ورک که د سبا شبنم له يووړ اوس يو زه يم يو ارمان دی د جانان د شان قصه ده ړوکی ګل او لوی خزان دی يو اميد، يو تلوسه ده ما مرګي ته شروع کړې د ژوندون د خېشت قصه ده د جنون او د جانان دا څه عجبه فلسفه ده ــــــــــــــــــــــــــــ Marg | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | مرګ | عبدالغني خان | سردارعلی ټکر : https://youtu.be/Can0BX2-NNI Jannat Aw Dunya | Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | جنت او دنيا | غنی خان | سردارعلی ټکر : https://youtu.be/v86DUYWayHQ Asheqi | Rahman Baba | Sardar Ali Takar | عاشقی | رحمان بابا | سردار علی ټکر: https://youtu.be/w_zjWzWAUW0 Zargiya Chop Sha | Salma Shaheen | Sardar Ali Takar | زړګيه، چوپ شه | سلما شاهین | سردارعلی ټکر: https://youtu.be/BP9CJZq3e9s Zra | Khatir Afridi | Sardar Ali Takar | زړه | خاطر افريدی | سردارعلي ټکر: https://youtu.be/ES67qPuSsGc Pakhtunkhwa | Ahmad Shah Baba | Sardar Ali Takar | پښتونخوا | احمدشاه بابا | سردارعلی ټکر : https://youtu.be/xcqk0cm0Jbo Yakhey Chanay | Dr. Khaliq Zyar | Sardar Ali Takar | يخې چنۍ | ډاکتر خالق زيار | سردارعلي ټکر: https://youtu.be/h9miPNIm1hc Marg aw Zhwand | A. Hamza Khan Shinwari | Sardar Ali Takkar | مرګ او ژوند | حمزه بابا | سردارعلي ټکر : https://youtu.be/RJivduY5mKk Rasha Kena | Kazim Khan Shaida | Sardar Ali Takkar | راشه کېنه | کاظم خان شيدا | سردارعلي ټکر : https://youtu.be/6yCfrVHFDe0 Sta Da Makh Zala | Hamid Baba | Sardar Ali Takkar | ستا د مخ ځلا | عبدالحميد مومند | سردار علي ټکر : https://youtu.be/X7dxTUB1xGw Meraj | Noor ul Amin Yousafzai | Sardar Ali Takkar | معراج | نورالامين يوسفزی | سردار علي ټکر : https://youtu.be/kRwqexLl218 Hesab Ketab | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | حساب کتاب | عبدالغني خان | سردارعلي ټکر : https://youtu.be/XR41m27QEmU Falsafa | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | فلسفه د لېونتوب | غني خان | سردارعلي ټکر : https://youtu.be/8OfDPJ4e5SA
About YouTube Real-Time View Count
With SocialCounts.org’s view counter, track your YouTube video’s live view count and YouTube likes count in real time with fast, reliable updates.
Watch every YouTube video live view count rise with our real-time YouTube views tracker—built for accuracy and minimal delay.
Follow YouTube real time views as they happen, using our dedicated view counter for YouTube videos.
Get up-to-date live view count on YouTube and see real-time growth with SocialCounts.org’s smart tracking tools.
Embed Widget
Parameters:
fullscreen=true- Fullscreen countergraph=true- Live graph chartcounter=0/1/2- Select counter (0=likes, 1=views, 2=comments)
URL
Click to copy the embed URL to your clipboard